کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مدرسه کې چاودنه د پروان علماو شورا رئیس او ۷ زدوونکي وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1396 ساعت 9:01


د افغانستان په شمال پروان ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ کسان د یاد ولایت د علماو شورا رئیس په ګډون وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د راپورنو له مخې، پیښه نن سهار د چاریکار په اړوند سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د پروان ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدلرحیم شاه حنفي او ۷ زدکوونکي وژل شوي.

تر اوسه د دغي پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د پروان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.


د مطلب کود: 142539

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142539/په-مدرسه-کې-چاودنه-د-پروان-علماو-شورا-رئیس-او-۷-زدوونکي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com