کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ګلبدین حکمتیار سره د ملګرو ملتونو د استازي لیدنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1396 ساعت 11:55


په عادلانه سوله کې د ټولو لیواله کسانو د راښکیلولو په تړاو د افغان حکومت له هڅو څخه
په اډانه کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدا میچې یاماموتو په کابل کې نن له ګلبدین حکمتیار سره تعارفي غونډه درلوده.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، یاماماتو د دولت او د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار تر منځ د هوکړه لیک، چې افغانستان ته د حکمتیار د سوله ییز بیرته راتګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د پلي کیدو د دوام هرکلی کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر هم دی وویل: یوناما له اساسي قانون او موجوده قانوني نورمونو سره په سمون کې، په سوله ییزه توګه په سیاسي ډګر کې د ښکیلتیا لپاره د حکمتیار د حزب اسلامي د ژمنتیا ستاینه کوي. د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتیار ژمنې او په نورو ډلو
دهغه غږ چې له سوله ییزې لارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي هم وستایل شول.
ښاغلي یاماموتو په ډاګه کړه چې د بیان د آزادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی په هیواد کې د ثبات د پراخیدو لپاره اړین دی.
یوناما د هوکړه لیک پربنسټ د ملکي خدمتونو سره د یوځای کیدو، وسله والو ځواکونو او دې ته ورته، د وړتیا پربنسټ د ګمارلو او غوراوي له لارې په سوله ییزه توګه په ټولنه کې د حکمتیار حزب اسلامي د بیرته ورګډیدو ملاتړ کوي. ښاغلي یاماموتو زیاته کړه چې په ټولنه کې باید ټولې ډلې له یو شان چلند څخه برخمنې وي


د مطلب کود: 143000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143000/له-ګلبدین-حکمتیار-سره-د-ملګرو-ملتونو-استازي-لیدنه

آوا
  https://www.avapress.com