دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 143000
له ګلبدین حکمتیار سره د ملګرو ملتونو د استازي لیدنه

په عادلانه سوله کې د ټولو لیواله کسانو د راښکیلولو په تړاو د افغان حکومت له هڅو څخه
په اډانه کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدا میچې یاماموتو په کابل کې نن له ګلبدین حکمتیار سره تعارفي غونډه درلوده.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، یاماماتو د دولت او د حزب اسلامي ګلبدین حکمتیار تر منځ د هوکړه لیک، چې افغانستان ته د حکمتیار د سوله ییز بیرته راتګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د پلي کیدو د دوام هرکلی کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر هم دی وویل: یوناما له اساسي قانون او موجوده قانوني نورمونو سره په سمون کې، په سوله ییزه توګه په سیاسي ډګر کې د ښکیلتیا لپاره د حکمتیار د حزب اسلامي د ژمنتیا ستاینه کوي. د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتیار ژمنې او په نورو ډلو
دهغه غږ چې له سوله ییزې لارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي هم وستایل شول.
ښاغلي یاماموتو په ډاګه کړه چې د بیان د آزادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی په هیواد کې د ثبات د پراخیدو لپاره اړین دی.
یوناما د هوکړه لیک پربنسټ د ملکي خدمتونو سره د یوځای کیدو، وسله والو ځواکونو او دې ته ورته، د وړتیا پربنسټ د ګمارلو او غوراوي له لارې په سوله ییزه توګه په ټولنه کې د حکمتیار حزب اسلامي د بیرته ورګډیدو ملاتړ کوي. ښاغلي یاماموتو زیاته کړه چې په ټولنه کې باید ټولې ډلې له یو شان چلند څخه برخمنې وي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzs0fzyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته