افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمیر چینایي سوداګرو د پنجشېر ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغو سوداګرو ویلي چې کابل ته د پنجشیر د سمندرګي د اوبو د انتقال د سترې او ملي پروژې قرارداد ته لیواله دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې حافظ محمد اغا حکيم وويل چې په پنجشير ولايت کې څه دپاسه ١٠٠٠ کانونه استخراج شوي دي او په څه دپاسه ٥٠٠ کانونو کې په عملي توګه د استخراج کار روان دى.
د يادونې وړ ده، چې چين تر اوسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.