دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 289088
په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ۵۰۰ بهرنيو سيلانيانو د هېواد له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه کړې ده
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې د نوي لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ بهرنیو ګرځندویانو د هېواد له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ټول هیواد کې د امنیت ټینګښت، د کورنیو سیلانیانو د زیاتوالي ترڅنګ، سلګونه بهرني سیلانیان هم افغانستان ته جذب کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال له پيله تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ بهرنيو سيلانيانو د هېواد له تاريخي او بېلابېلو تفريحي ځايونو ليدنه کړې ده.

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ګرځندوى رياست مشر هم وويل چې په نوي کال کې مو ٨٠٠زره کورني سيلانيان درلودل چې ٥٠٠ تنه بهرني سيلانيان له بېلابېلو هېوادونو لکه امريکا، چين، روسيې او نورو هېوادونو څخه راغلي وو. 

په ورته وخت کې د دغه وزارت د ګرځندوی ریاست مسوول هم زیاتوي، چې په دې موده کې سل تنه بهرنیو سیلانیانو له دغه ریاست څخه لیدنه کړې ده.

له بلې خوا یو شمېر دغه سیلانیان چې د نوم لیکنې او تفریحي سیمو ته د ځانونو د معرفي کولو په موخه راغلي، وايي چې افغانستان د یو خوندي هېواد په توګه د لیدو، خوندور خوراکونو او خلکو څخه ډک دی. یو لوی کلتور او له نورو بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته راشي او دغه هیواد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي زیاتوي، چې هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ګرځندوی په برخه کې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې حکومت باید هېواد ته د لا ډېرو بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ د دغه بهیر د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د دښمن هېوادونو له استخباراتي عناصرو او قوتونو سره هم احتیاط وکړي د سیاحت تاسیسات باید د هیواد د ټولیز امنیت په وړاندې اقدامات ونه کړي.
https://avapress.com/vdcaaonua49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته