افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې سبا (یکشنبه، ثور ۲) په ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردک، بامیان، دایکندی، ارزگان، زابل، غزنی، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوگر ولایتونو کې د واورې، باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د واورې د اورېدو اټکل له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو او د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ډاګه کړې، چې د دغو بارانونو او سیلابونو له امله تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.