دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 286203
د دوحې کنفرانس د افغان حکومت له ګډون پرته ناکامه شوه
رحمت الله فیضان/ د روان ۲۰۲۴ میلادي کال د فبروري میاشتې په اتلسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري دوه ورځنی کنفرانس پیل شو، دې کنفرانس ته د اروپایی هیوادونو، امریکا، عربي هیوادونو لکه قطر او اماراتو،  همدا راز د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، پاکستان او چین خاصو استازو ترڅنګ یو شمیر د افغانستان په نامه هغه څیري ور بلل شوې وې چي نه په ولس کې ریښه لري او نه هم د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو منځ کې له اثر رسوخ څخه برخمن دي ور بلل شوي دي.
ملګرو ملتو د غونډي له پیل وړاندي هڅه وکړه چي د افغان حکومت د استازو ګډون هم له ځان سره ملګری کړ، که څه هم  اسلامي امارت دافغانستان لپاره د دوحې ناسته ښه فرصت وباله ترڅو په دغه ناسته کې پر اختلافي ټکو منتج بحث وشوي، خو اسلامي امارت په دې ناسته کې له ګډون وړاندي د ځینو شرطونو په وضعه کولو سره د دوحې په کنفرانس کې ګډون ته چتموالی وښود.

د افغان حکومت په مهمو شرطونو کې یو شرط دا یاد شوی چي اسلامي امارت به د یوازنی مسوول اړخ په توګه د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي او د دوحې ناستې کې به د افغان پلاوی او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پرټولو مسایلو د خبرو زمینه برابریږي.

ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه تل د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل  په پراخولو ټینګار کوي خو نه یې تر اوسه د دې   ناڅرګند تعامل څرنګوالی تعریف کړی او نه یې د دوحې په کنفرانس کې د اسلامی امارت مشروع غوښتني ومنلي.

د ملګرو ملتونو له دې کاږه چلند څخه مالومیږي چي دوی په خپله وینا او عمل کې رښتنې نه دي، د دې پر ځای چي د افغانستان عینی ځمکني واقعیتونه په نظر کې ونیسي، د بي اجنډا غونډو په جوړه ولوسره د بنسټیزو مسایلو پرځای د فرعي مسایلو په شاربلو  سره غواړي نړیوال عامه اذهان منحرف کړي، په افغانستان او منطقه کې د غربی ګټو د دوام او ساتني  لپاره، د افغانستان اوسنی آرام وضعیت ترنګلی او زموږ په هیواد کې نوې لوبه پیل کړي.

پر افغانستان غربي یرغل ثابته کړه چي ملګري ملتونه او غرب د افغانستان د قضیې او کشالې اصلي لوبغاړي وو دوی نشي کولی چي د افغانستان د ولس هیلي او آرزوګاني انعکاس کړي او زخمونو ته یې پټۍ جوړه کړي.

د دوحې د غونډي له پیل وړاندي شنونکو وړاند وینه کړي وه  که چیرته په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي دا کنفرانس به خپل اهمیت له لاسه ورکړي، او که افغان دولت له مشخصو غوښتنو پرته په دې غونډه کې ګډون وکړي له شک پرته به د افغان دولت سیاسي موفق ته به زیان ورسیږي.

په دوحه کې د ملګرو ملتونو  سازمان د کنفرانس یوه عمده موخه دا وه چي د فریدون سینیور اوغلو په نامه ترکی  د خپل ځانګړي استازي په توګه د افغانستان په موضوع کې ور تخته کړي خو د ملګرو ملتونو له دې پریکړي سره افغان دولت لا پخوا خپل تند مخالفت څرګند کړی و.

له دوه ورځني سلا مشورو وروسته په داسي کې د ملګرو ملتونو د دوحې ناسته پایته ورسید چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې کوم ځای ونه نیو او نه هم ګډون کوونکو هېوادونه  په دې برخه کې کوم توافق ته سره ورسیدل، په دې سره د اسلامي امارت د دیپلوماسي دستګاه لومړی سوک د ملګرو ملتونو څټ ته ورکړ او د شنونکو هغه وړاندوینه هم رښتیا وخته چي ویلي وو د افغان حکومت له ګډون پرته به د دوحې غونډه ناکامه شي.

اسلامی امارت په خپل سیاسي بصیرت سره د دوحې په نمایشي کنفرانس کې په نه ګډون سره ثابته کړه چي د افغانستان اوسنی نظام د تیر په څیر د چا تر اغیز لاندي نه راځی، افغان حکومت د څه باندي دوو کلونو په موده کې وښودله چي نور به افغانستان د تیرو شل کلنو په څیر د ناکامو تجربو د تکرار ډګر نه وي او نه به هم یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو او فشارونو ته تن ورکړي، اسلامي امارت د تیر په څیر خپل سیاسي موقف ته وفاداره دی، نه د خرڅ شویو غرب پاله افغانانو په څیر تطمیع کیدلی شي اونه هم خرڅیدلی شي.
https://avapress.com/vdcgz39xwak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته