افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۹۷ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۶ زره ۹۸۰ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۵ حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۸ کسان شهیدان او ۷۹ نور ژوبل شول.