دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 289403
د غزې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۴ زره او ۳۰۵ تنو ته ورسېد
په غزه کښې د فلسطین روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د فلسطین د کورنیو پرضد ۵ نوی جنایتونه ترسره کړی دی او په دغو جنایتونو کښې لږ تر لږه ۴۳ کسان شهیدان او ۶۴ نور ژوبل شوی دی .
افغان غږ خبری آژانس: په غزې د اسرائیلو د یرغل په ۲۰۲ ورځو کښې په دې سره د غزې د جنګ د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۳۰۵ تنو او د زخمیانو شمیر ۷۷ زره ۲۹۳ تنو ته رسیدلی دی. په همدې حال کې زرګونه فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي او د هغوی را ایستل ممکن نه دي.
https://avapress.com/vdcbg9b5frhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته