دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 289156
اسلامي امارت له ایران سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراخول غواړي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقی سره وکتل.

په دې کتنه کې د سیمه ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د امکان تر حده د دې اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

امیرخان متقی وویل چې سږ کال د خدای په فضل سره په هېواد کې بارانونه وشول چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته د نیمروز او سیستان په سیمو کې د هلمند له سیند څخه اوبه لاندې شوې.

له بلې خوا حسن کاظمی قمی په غزې د صهیونیسټ رژیم د ښکاره تیری او په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې په غندلو سره د افغانستان د اسلامی امارت له دریځه مننه وکړه.

هغه دغه راز له سيستان څخه د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو له لرې کولو څخه مننه وکړه او اوبه يې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره مهم عامل وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د اوبو بهير به دوام ومومي.

د دې ناستې په پای کې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.

بايد يادونه وشي چې د اسلامي امارت او ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ اړيکې په ټولو ډګرونو کې د پراختيا په حال کې دي او کارپوهان دغه کار ددواړو ملتونو او ددواړو هيوادونو په ګټه ګڼي.
https://avapress.com/vdcgny9x3ak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته