افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقی سره وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د امکان تر حده د دې اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
امیرخان متقی وویل چې سږ کال د خدای په فضل سره په هېواد کې بارانونه وشول چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته د نیمروز او سیستان په سیمو کې د هلمند له سیند څخه اوبه لاندې شوې.
له بلې خوا حسن کاظمی قمی په غزې د صهیونیسټ رژیم د ښکاره تیری او په دمشق کښې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې په غندلو سره د افغانستان د اسلامی امارت له دریځه مننه وکړه.
هغه دغه راز له سيستان څخه د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو له لرې کولو څخه مننه وکړه او اوبه يې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره مهم عامل وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د اوبو بهير به دوام ومومي.
د دې ناستې په پای کې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وشو.
بايد يادونه وشي چې د اسلامي امارت او ايران د اسلامي جمهوريت ترمنځ اړيکې په ټولو ډګرونو کې د پراختيا په حال کې دي او کارپوهان دغه کار ددواړو ملتونو او ددواړو هيوادونو په ګټه ګڼي.