دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 289775
مولوي عبدالکبیر: ټول "افغانان" په نظام او هیواد کې شریک دي
د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل، ټول "افغانان" په نظام او هېواد کې شريک دي او هېڅوک هم د خپلمنځيتوب احساس نه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړی وزیر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل چې ټول افغانان په نظام او هیواد کې شریک دی.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د رئیس الوزرا سياسي مرستيال چې د رياض العلوم ټولنې د تعليمي دورې د پرانستلو په مراسموکې يې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې د ديني او عصري علومو ترمنځ واټن په ختميدو دى.
 
په دې مراسمو کې مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت په هېواد کې د معاصرو او دیني علومو ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcd5n0xkyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته