افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلې چې د دغه وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب له ډاکټر علي ارباش د ترکيي د دیني چارو عمومي رئیس سره وکتل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دیني او علمي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د دوه اړخیزو بحثونو د بنسټ د برابرولو په اړه خبرې وکړې او په دیني برخه کې یې د ګډو همکاریو هیله څرګنده کړه.
په همدې حال کې د ترکیې د دیني چارو د ادارې عمومي مشر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې ته په اشارې سره وویل چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د دا ډول غونډو جوړول په اسلامي نړۍ کې د مهمو مسایلو د بحث او د ستونزو او ننګونو د حل لپاره زمینه برابروي.