دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 286741
د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل
رحمت الله فیضان/ څلور کاله وړاندې د کب میاشتې په لسمه نیټه  د شاو خوا ۶۰ هیوادونو اونړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې له افغانستان څخه د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شو.
افغان مؤمن او مجاهد ولس د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې خپل سپيڅلي جهاد ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ، ترڅو یې نړیوال امپرالیزم د کبر او غرور له نیلي څخه  را ښکته  او د خبرو میز ته یې کښېنا و ، د کب لسمه د نړیوال استکبار پر وړاندي د یو سرلوړي او باعزته  ولس د سوبي اوبري تاریخي ورځ ده .
افغانانو  د دې تړون په لاسلیک کولو سره وکولای شول چې د امپریالیزم او د هغوی د متحدینو له شل کلن اشغال څخه په بري او سر لوړي سره خپل هیواد او ولس آزاد کړي  او همدا راز افغانان وتوانیدل چي  له دې توافقنامي وروسته   پاشلي قومونه او پرګنې پر یوه ټغر سره را ټولې ،د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او ترواحد قیادت لاندی  یو سوچه اسلامي مرکزي حکومت را منځته کړي .
ایا  امریکا واقعا په افغانستان کې ماتې و خوړه ؟
دا هغه پوښتنه ده چي زیاتره سیاسي او تحلیلي مجالس یې ګرم ساتلي دي ؛  دې پوښتني ته هغه وخت سم ځواب موندلی شو چي کله په افغانستان کې د اشغالګرو قواو د ځاني تلفاتو او مالي پاګوني همدا راز په افغانستان کې  د دوی د لاسته را وڼو ترمنځ یو محاسباتي  بلانس را منځته او بیا قضاوت پرې وکړو .
که څه هم اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې درانه ځاني تاوانونه واوښتل خو  دوی د خپلو تلفاتو اصلي ارقام د خپلو ولسونو له سترګو پټ وساتل ، په هغو تلفاتو چي دوی خپله اعتراف کوي 
د امریکايي ځواکونو او د هغوی د بهرنیو متحدینو د تلفاتو شمېر چې له ۳۵۷۰ تنو څخه زیات دي  تاییده وي  ، د دې ترڅنګ د امریکا ، افغان متحدینود تلفاتو شمیره  ۶۹۰۰۰ تنه  چي  د افغانستان پولیس او د اردو سرتیري پکې شامل وو ښوودل شوي ده  همدارنګه د دې جګړې هغه ستر لګښتونه چې د امریکا او امریکايي مالیه ورکوونکو له لوري مصرف شول  تر 2018 پورې د 970 ملیارد ډالرو څخه لوړ محاسبه شوي دي ، همد راز افغان امنیتي ځواکونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو له لوري د څه باندې ۸۳ میلیاردو ډالرو په لګښت جوړ او روزل شوي و ، دومره ژر او په اساني سره  تسلیم او پاشل شول چې حتی امریکايي چارواکي یې هم حیران کړل.
د افغانستان لپاره د یو غیر مشروع او ناکاره نظام چي د فساد ، تعصب بي اعتمادي او د قومي کشمکشونو پر بنیاد ولاړ و را منځته کول ، داسي یو نظام چي له ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۲۱ کال پورې په ملیاردونو ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ورته ورکړل شول ،  له فساد سره د مبارزې لپاره د (کرزي او غني) د ادارې پر مهال لسګونه ادارې جوړې شوې، خوبیا هم  افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې پاتې شو.
پورتنیو عواملو ته په کتو سره سړی قضاوت کولی شي چي امریکا او  متحدینو یې په افغانستان کې بي له شکه  د  یوه ستر زبر ځواک په توګه دا جګړه وبایلله او ستره نظامي او حیثیتی ماته یې وخوړه  .
https://avapress.com/vdcdo90xfyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته