دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 289377
د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې مرستې دوام لري
د اروپايي ټولنې د منځني ختيځ، اسيا او ارام سمندر سيمې مشر د هرات له والي سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اروپایی اتحادیې د منځنی ختیځ، اسیا او ارام سمندر د څانګی مشر پیټرز اوستویس د هرات له والی سره د ولایت مقام د مرستیال او د بهرنیو چارو ریاست په حضور کې وکتل. 

په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر د اقلیم د اغیزو د کمولو، د کرنې او مالدارۍ د صنعت د ودې، له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان بانکونو د نښلولو او د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د دغې اتحادیې په همکارۍ ټینګار وکړ.

له بلې خوا د هرات د والي مرستيال مولوي مهاجر فراهي هرات ته د اروپايي ټولنې د پلاوي د سفر د هرکلي په ترڅ کې له افغانستان او په ځانګړې توګه له هرات ولايت سره د اروپايي ټولنې له همکاريو څخه مننه وکړه.

په دې وروستيو کې د اروپايي ټولنې د منځني ختيځ، اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر پيتر اوستويس د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام اعلان وکړ.

باید وویل شي، چې اروپايي ټولنه له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی.
https://avapress.com/vdcbz9b5zrhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته