افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښاري کلتور په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه غونډه د دغه وزارت د سرپرست مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار د ترافيکي نظم او پاکوالي د ټينګښت او د ښاري کلتور د دودولو په برخه کې دې مهم پيغامونه د غږيزو، چاپي او ويډيويي او انځوريزو پارچو او اعلاناتو په بڼه ثبت شي.