افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت نن پنجشنبه د ثور ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو د استازو او د دغه هېواد د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په ګډون د مالیزیا پلاوی کابل ته ورسید.
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرپرست په دغو ناستو کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ تخریبي ډله په فزیکي شکل وجود نه لري او اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
په خبرپاڼه کې د مالیزیا پلاوي له قوله ویل شوي، چې دوی هر اړخیزو همکاریو ته په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې "هغه څه چې په افغانستان کې یې له نږدې لیدلي، د دغه هېواد چارواکو ته به یې ورسوي".
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې ځینو هېوادونو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د داعش پر شتون او فعالیتونو اندېښنه ښودلې، خو د سرپرست حکومت چارواکو تل هغه ادعاوې رد کړې او بې بنسټه بللې دي.