دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 289424
بهرني هېوادونه له افغانستان سره یوازینۍ ګټوره لاره تعامل ګڼي
د اسلامي امارت ویاند د د اسلامی امارت د چارواکو د سفرونو زیاتوالي او په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د ډیپلوماټانو پراخ حضور ته اشاره وکړه او ویې ویل، بهرنې هیوادونه په دې پوه شوي چې له افغانستان سره تعامل یوازینۍ ګټوره لار ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د اسلامي امارت ډیپلوماسۍ اغیزمنه ده او سیمه د افغانستان اهمیت درک کړې دي.

د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي: له افغانستانه پلاوي بهر ته سفرونه کوي او د بېلابېلو مسایلو په اړه غونډې کوي.

د هغه د وینا پر بنسټ، هېوادونه په دې پوه شوي چې له افغانستان سره تعامل یوازینۍ ګټوره لار ده.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا له افغانستان څخه د ځینو هیوادونو واټن د دوی په پالیسي کې یوه ستونزه په ګوته کوي.

ښاغلي مجاهد په ادامه کې زیاته کړه چې اسلامي امارت له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې کومه ستونزه نه لري او غواړي له ټولو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو حضور او سفرونه زیات شوي دي.
https://avapress.com/vdcewo8wejh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته