دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 290024
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۷۸۹ تنو ته ورسید چې ۱۴۲ تنه یې خبریالان دي
د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کښې په خپل تازه راپور کښې اعلان وکړ چې د شهیدانو شمیر ۳۴۷۸۹ او د زخمیانو شمیر ۷۸۲۰۴ ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په دغه سیمه کښې شپږ قتلونه عامونه او نور جنایتونه کړي دي چې په دغو بریدونو کې ۵۴ فلسطینیان شهیدان او ۹۶ تنه ټپیان شول.

دغه وزارت زیاته کړه: د دغو شمېرو ۷۲ سلنه ښځې او ماشومان دي او زرګونه کسان لادرکه او تر خاورو خځلو لاندې دي، چې د اسانتیاوو د نشتوالي او د جګړې د دوام له امله مرستندویه ډلې نه شي رسېدلی.

المیادین خبري چینل له تیرې ورځې راهیسي په رفح ښار کښې د استوګنې په ۱۱ کورونو د اسرائیلي رژیم په هوايي حملو کښې ۲۶ تنه شهیدان کړي چې ۸ یې ښځې او ۱۱ ماشومان دي .

صهیونیسټ رژیم تیره شپه په غزې باندې ځمکنی بریدونه پیل کړل
https://avapress.com/vdccixqi02bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته