دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 290047
په بدخشان کې د نندارتون پرانیستل/ د ځان بسیا کیدو لپاره باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخیستل شي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په بدخشان کې د دغه نندارتون د پرانیستلو پر مهال له هېوادوالو وغوښتل چې د افغانستان د خودکفایۍ او پرمختګ په موخه له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د بدخشان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست سره په همغږۍ په دغه ولایت کې درې ورځنی نندارتون جوړ کړ.

په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، د هېواد د خودکفایۍ او پرمختګ لپاره باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته شي او د ملي سوداګرو له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه په صادقانه توګه کار وکړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ او صنایعو د چارو عمومي رئیس زیاتوي چې په ټول افغانستان کې ۵۹۵۰ فابریکې فعالې دي او د صنعتکارانو د ملاتړ له امله د کورنیو صنعت د لا ودې لپاره جوړښتونه او طرزالعملونه رامنځته شوي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان د والي مرستیال هم وویل: په دې برخه کې تجربه لرونکي صنعتکاران باید پوره هڅه وکړي چې داسې څه تولید کړي چې نورو هېوادونو ته یې په صادرولو سره زموږ د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ سبب شي.

له بلې خوا د چارو ادارې مرستیال دا هم وویل چې د صنعت او سوداګرۍ متخصصین هغه ژمن شخصیتونه دي چې غواړي د صنعتکارانو په ملاتړ د کورنیو تولیداتو وده وکړي او هم غواړي چې د ملي سوداګرو په ملاتړ د ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي.

دغه راز په دغه نندارتون کې ګډون کوونکو هم خوښي څرګنده کړه او د کورنيو نندارتونونو د دوام غوښتونکي شول.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بدخشان ولایت کې د کورنیو تولیداتو او استعمال کچه لوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdchkvniq23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته