افغان غږ خبری آژانس - هرات: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان د قزاقستان د سوداګرۍ خونه د دغه وزارت د رئیس په حضور کې په هرات ولایت کې پرانیستل شوه.
د دغه وزارت له خوا پرون (سه شنبه د ثور ۱۸مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو "مثبت او اغېزمن ګام" وباله.
نورالدین عزیزي څرګنده کړه چې د افغانستان د رسمي پلاوي او خصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزو سوداګریزو ناستو او د قزاقستان په استانه ښار کې د افغاني تولیداتو او تولیداتو په نندارتون کې د ګډون په موخه په ۱۴۰۲ کال کې د قزاقستان هېواد ته د افغانستان صادرات ډېر شول.