دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 289379
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي لیدنه د هرات له والي سره
د هرات والي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره په کتنه کې د هرات له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد د مرستو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار مالیزیا یو دوست او مسلمان هیواد وباله چې د دغه ولایت له زیانمنو شویو خلکو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د هرات زلزله وروسته لازمه همکاري کړې ده.

په دې کتنه کې د هرات د والي مرستيال مولوي مهاجر فراهي په افغانستان کې د ماليزيا د وروستيو فعاليتونو ستاينه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره يې د دغه پلاوي د لا زياتو سفرونو په اړتيا باندې ټينګار وکړ.

دغه راز د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي استازي هرات ولایت ته د دوی د سفر موخه د دغه ولایت له زلزله ځپلو سره د شویو مرستو ارزونه او په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د همکاریو د دوام په اړه خبر ورکړ. 
https://avapress.com/vdcd5n0xnyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته