افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په دغه سیمه کښې د صهیونیسټی رژیم د حملو په نتیجه کښې د شهیدانو او زخمیانو په شمیر کښې د زیاتیدو خبر ورکړ. په دې سره په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۳۴۱۲۰ ته لوړ شوی دی.
د دغو شهیدانو په شمول د اکتوبر په اوه ویشتمه په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم د پوځ د تیری له پیل راهسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۴ زره ۴۹ او د زخمیانو شمیر ۷۶ زره ۹۰۱ تنو ته رسیدلی دی.