کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کي ۵۷ تنو وسله والو وژل شوی دی

10 جوزا 1396 ساعت 16:45

ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د وسله والو ۵۷ کسانو او داعش وسله وال وژل شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه ویلی، د یاد هوايي بریدونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دی ولایت په کوټ، خوږیاڼو، هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتیوی، لومړی د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان کمانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۷ داعشیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ویلی، پرون د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خېلو سیمه کې د برید پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.
هغوی ویلی، چې په وژل شویو کسانو کې یو هم د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال او دغه راز ۳ قوماندانان شامل دي.
سرچنیوی وایی، د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او د نازیانو ولسوالۍ په پینې ژۍ سیمو کې هم بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه کړي.
دهغه په وینا، چې په دی عملیاتو کې د ۳ بهرنیانو په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي او د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهامت هم له منځه وړل شوی دي.
خو تر اوسه وسله والو په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 143938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143938/ننګرهار-ولایت-کي-۵۷-تنو-وسله-والو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com