کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې څلور طالبان د خپل ماین ښکار شول

21 جوزا 1396 ساعت 11:02

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوې ډلې طالب وسله والو چې غوښتل یې پر سرک ماین ځای پر ځای کې د خپل ماین ښکار شوي دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې (نن یک شنبې د غبرګولي۲۱مه) راغلي، پيښه تیره ورځ په حصارک ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل د وسایطو ضد یو ماین واټ څېرمه ځای پر ځای کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ماین د ځای پر ځای کولو پرمهال چوولی او له امله یې یاد شمېر طالب وسله‎وال وژل شوي او 5 تنه ټپیان دي.
طالبان تر ډېره د افغان ځواکونو کاروانونو نښه کولو په موخه د سرک غاړي ماینونه کاروي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي کسان وي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 144530

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144530/په-ننګرهار-کې-څلور-طالبان-د-خپل-ماین-ښکار-شول

آوا
  https://www.avapress.com