کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د چمن کي چاودنه شوی دی

20 سرطان 1396 ساعت 18:18

د پاکستان د سپين‎بولدک د چمن ښار په بازار کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر کسان يې ټپيان شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د پاکستان هيواد د چمن د پوليسو په وينا، چاودنه دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې سپين‎بولدک د ښار پر"بوغره سړک؛ د پوليسو يوه موټر ته نېژدې وشوه چې د يوه پوليس مشر او ۴و پوليس عسکرو په شمول يې ۱۵ تنه ټپيان کړل.
د یاد پوليس ویلی، په چاودنه کې د ټپي شويو نورو دوو پوليسو په شمول د نورو څو تنو حالت هم مرګونى دى چې د درملنې لپاره کوټې ته راوړل کېږي او احتمال شته چې د مړيو شمېر زيات شي.
د چمن پوليس چارواکي سمدستي له رسنيو سره په خبرو کې دا د ريموټ کنټرول چاودنه وبلله، خو وروسته يې وایی، چې دا يو ځانوژونکى بريد و او د پېښې پرځاى يې د ځانوژونکي د بدن ټوټې موندلې دي.
خو تر اوسه دیاد چاودنې مسؤليت کومې ډلې نه‎دى منلى.


د مطلب کود: 146208

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146208/پاکستان-د-چمن-کي-چاودنه-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com