کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا چارواکي: جاني‌خېلو ولسوالۍ سقوط نه ده کړې او جګړه شدیده ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1396 ساعت 11:12


د پکتیا چارواکي وايي په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او جګړه شدیده ده.

د سیمې اوسیدونکو ازادي رادیو ته وویل چې د جګړې په پایله کې وسله والو طالبانو په جګو نقطو کې د افغان ځواکونو پوستې نیولي دي او له هغه وروسته یې ولسوالۍ او قوماندانۍ نیولې ده او زیاتوي چې د ولسوالۍ ښار تعمیرات او دولتي ځایونه او ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.

ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي.


د مطلب کود: 146994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146994/پکتیا-چارواکي-جاني-خېلو-ولسوالۍ-سقوط-نه-ده-کړې-او-جګړه-شدیده

آوا
  https://www.avapress.com