د هیواد په شمال کی د بغلان سیمه ایز چارواکی وایی چی یو انتحاری کوونکی ددی نه مخکی چی هدف ته ورسیږی ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل سو.
یو انتحاری کوونکی هدف ته رسیدو مخکی په پلخمری کی ووژل سو
9 اسد 1396 ساعت 21:24
د هیواد په شمال کی د بغلان سیمه ایز چارواکی وایی چی یو انتحاری کوونکی ددی نه مخکی چی هدف ته ورسیږی ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل سو.
د آوا په ګزارش سره، د بغلان پولیسو قوماندی ویاند وایی دا کس قصد درلود خپل چاودیدونکی توکی د امنیتی ځواکونو پرسونل وسایطو به منځ کی چاودنه ورکړی.
ذبیح الله شجاع د پولیسو ویاند وایی چی دا بيښه د نن ورځی ۱۲:۴۰ سهار په داسی حالت کی پیښه سوه چی د امنیتی ځواکونو وسایط او پرسونل د پلخری ښار سمنتو بلاکونو په لور په حرکت کی وو او انتحاری کوونکی هدف ته رسیدو مخکی ځانته د نوآباد په سیمه کی چاودنه ورکړه.
د انتحاری کوونکی هویت نه دی پیژندل سوی او په دی چاودنه کی هیڅ چا ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د مطلب کود: 147397