کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سنبله 1396 ساعت 11:18


د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم تیره ورځ د وږې میاشتې په لومړۍ نېټه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له خوا په سرینا هوټل کې د رسنیو په وړاندې پرانیستل شو.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم یو نېک ګام وباله او زیاته یې کړه، نوموړی سیستم به د پروسو ګړندي کولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې را منځ ته کړي او د مالیې وزارت په لومړیتوبونو کې یو هم د اداري پروسو په برخه کې اغېزمنتوب را منځ ته کول دي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست ښاغلي خان جان الکوزي وویل: موږ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د خدمتونو برېښنایي سیستم له پرانیستې ملاتړ کوو، دا سیستم به سترو مالیه ورکوونکو ته اسانتیاوې را منځ ته او د فساد کچه به را ټېټه کړي، ده زیاته کړه چې یاد سیستم به د دولتي ادارو او خصوصي سکټور تر منځ په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رئیس ښاغلي شېرباز کمین زاده، د اداري فساد د کمولو په برخه کې د مالیې وزارت دا ګام اغېزمن وباله او هرکلی وکړ.

د یادونې وړده، چې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم ټول سندونه او معلومات په ډېټابیس کې په دقیقه توګه خوندي کوي او د مراجعینو د بروکراسي او وخت ضایع کولو مخه به نیسي.


د مطلب کود: 148715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148715/د-سترو-مالیه-ورکوونکو-لپاره-برېښنایي-خدمتونو-سیستم-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com