د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم تیره ورځ د وږې میاشتې په لومړۍ نېټه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له خوا په سرینا هوټل کې د رسنیو په وړاندې پرانیستل شو.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي ډاکټر نجیب الله وردګ، د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم یو نېک ګام وباله او زیاته یې کړه، نوموړی سیستم به د پروسو ګړندي کولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې را منځ ته کړي او د مالیې وزارت په لومړیتوبونو کې یو هم د اداري پروسو په برخه کې اغېزمنتوب را منځ ته کول دي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست ښاغلي خان جان الکوزي وویل: موږ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د خدمتونو برېښنایي سیستم له پرانیستې ملاتړ کوو، دا سیستم به سترو مالیه ورکوونکو ته اسانتیاوې را منځ ته او د فساد کچه به را ټېټه کړي، ده زیاته کړه چې یاد سیستم به د دولتي ادارو او خصوصي سکټور تر منځ په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رئیس ښاغلي شېرباز کمین زاده، د اداري فساد د کمولو په برخه کې د مالیې وزارت دا ګام اغېزمن وباله او هرکلی وکړ.
د یادونې وړده، چې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم ټول سندونه او معلومات په ډېټابیس کې په دقیقه توګه خوندي کوي او د مراجعینو د بروکراسي او وخت ضایع کولو مخه به نیسي.