کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قدیر د کور مخې ته په انتحاري حمله کې د نوموړي ۲ ساتونکي وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سنبله 1396 ساعت 11:23


د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د جلال اباد ښار لومړې ناحيې سيمه کې په ولسي جرګه د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو حمله کړې چې د هغه ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.

نوموړی وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه ځانمرګي بريد کې د حاجي عبدالظاهر قدير دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د پېښې ځای ته امنيتي مسؤلين رسيدلي او اوس وضعيت ارام دی.


د مطلب کود: 149058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149058/د-قدیر-کور-مخې-ته-په-انتحاري-حمله-کې-نوموړي-۲-ساتونکي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com