د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د جلال اباد ښار لومړې ناحيې سيمه کې په ولسي جرګه د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو حمله کړې چې د هغه ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.
نوموړی وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه ځانمرګي بريد کې د حاجي عبدالظاهر قدير دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د پېښې ځای ته امنيتي مسؤلين رسيدلي او اوس وضعيت ارام دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)