کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال آباد ښارکی د قدير کور باندی برید شوی دی

8 سنبله 1396 ساعت 20:47

د ننگرهار ولایت سیمه ییزچارواکي ویلی دی، په یاد ولایت کی د چهار شنبی په ورځ لس نیمي بجې برید شوی دی.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی په دی اړه زیاتیوی، د جلال اباد ښار لومړې ناحيې سيمه کې په ولسي جرګه د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو حمله کړې چې د هغه ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.
هغوی زیاتیوی، ځان وژونکي بریدګر د ولسي جرګې د وکيل حاجی عبدالظاهر دوه ساتونکي ویشتلي دي.
خو تر دی مهاله د دغه پيښه مسولیت چا پر غاره نه دی اخیستی


د مطلب کود: 149096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149096/جلال-آباد-ښارکی-د-قدير-کور-باندی-برید-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com