د ننگرهار ولایت سیمه ییزچارواکي ویلی دی، په یاد ولایت کی د چهار شنبی په ورځ لس نیمي بجې برید شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولايت ویاند عطالله خوګياڼی په دی اړه زیاتیوی، د جلال اباد ښار لومړې ناحيې سيمه کې په ولسي جرګه د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير کور ته څېرمه دوو ځانمرګو بريد کوونکو حمله کړې چې د هغه ساتونکو له لوري يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې.
هغوی زیاتیوی، ځان وژونکي بریدګر د ولسي جرګې د وکيل حاجی عبدالظاهر دوه ساتونکي ویشتلي دي.
خو تر دی مهاله د دغه پيښه مسولیت چا پر غاره نه دی اخیستی