کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د فوټبال لیګ شپږم پړاو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سنبله 1396 ساعت 8:38


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، په کابل کې د فوټبال لیګ د سیالیو شپږم پړاو د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیلېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر د سې شنبې په ورځ ته وویل چې د دغه لیګ په لومړۍ ورځ، شاهین اسمايي او د سپین غر لوبډلې د یو بل په وړاندې لوبېږي.

ښاغلی کارګر وايي چې فوټبال لیګ د لومړي پړوا سیالۍ د ورځې او د دوهم پړوا سیالۍ د شپې له خوا تر سره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان د زونونو لوبډلې شاهین اسمايي، طوفان هریرود، سپین غر بازان، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز، موج آمو، اباسین څپې او میوند اتلان لوبډلې ګډون کوي.

تېر کال د دغو سیالیو اتلولي شاهین اسمايي لوبډلې ګټلې وه.


د مطلب کود: 149376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149376/کابل-کې-د-فوټبال-لیګ-شپږم-پړاو-راتلونکې-پنجشنبې-په-ورځ-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com