کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی شرافتمندانه استعفا ورکړی

25 سنبله 1396 ساعت 20:42

د ولسمشر پخوانۍ نماینده په ښه حکومتداری او اصلاحتو کی، ولسمشر غنی په اصلاحاتو راوستلو کی په بی توانۍ باندی تورن کړ او ددی غوښتونکی سو چی ولسمشر غنی شرافتمندانه استعفا ورکړی.


 

د آوا په ګزارش سره، احمدضیامسعود، د ولسمشر پخوانۍ نماینده په ښه اصلاحتو او ښه حکومتداری کی چی نن شنبه په مزار شریف کی د شهید اونۍ لمانځلو په مراسمو کی خبری کولی، د سیاسی اصلاحاتو نه شتون څخه نیوکی وکړی او وویل چی حکومت تراوسه د سیاسی اصلاحاتو او نورو برخو اصلاحاتو په لړ کی هیڅ ګام نه دی اخیستی.

ښاغلی مسعود ټینګار وکړ چی که ولسمشر همداسی د اصلاحاتو په راوستلو کی ناتوانه وی، ښه به وی چی شرافتمندانه استعفا ورکړی او قدرت بل چاته وړاندی کړی.

د مسعود په وینا؛ ولسمشر سیاسی اصلاحاتو او تاوتریخوالی سره مبارزی باندی باور نه لری او اوس هم هیڅ سیاسی مشارکت شتون نه لری.

هغه وویل چی د حکومت په دننه کی ځینی کسان د دموکراسی نامه څخه په ګټه اخیستنی سره ټوله قدرت د یو خاص قوم په کنترول کی کړی دی او حتی امنیتی نهادونه قومی کړی دی.

مسعود د خلګو څخه وغوښت ترڅو یوځای سی او حکومت سیاسی برخه کی اصلاحاتو راوستلو باندی مجبوره کړی او اجازه ورنه کړی چی د افغانستان خلګو ملی زعامت یو قبیله ګرا برخه په غاړه ولری.

 


د مطلب کود: 149914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149914/ولسمشر-غنی-شرافتمندانه-استعفا-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com