د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، احمدضیامسعود، د ولسمشر پخوانۍ نماینده په ښه اصلاحتو او ښه حکومتداری کی چی نن شنبه په مزار شریف کی د شهید اونۍ لمانځلو په مراسمو کی خبری کولی، د سیاسی اصلاحاتو نه شتون څخه نیوکی وکړی او وویل چی حکومت تراوسه د سیاسی اصلاحاتو او نورو برخو اصلاحاتو په لړ کی هیڅ ګام نه دی اخیستی.
ښاغلی مسعود ټینګار وکړ چی که ولسمشر همداسی د اصلاحاتو په راوستلو کی ناتوانه وی، ښه به وی چی شرافتمندانه استعفا ورکړی او قدرت بل چاته وړاندی کړی.
د مسعود په وینا؛ ولسمشر سیاسی اصلاحاتو او تاوتریخوالی سره مبارزی باندی باور نه لری او اوس هم هیڅ سیاسی مشارکت شتون نه لری.
هغه وویل چی د حکومت په دننه کی ځینی کسان د دموکراسی نامه څخه په ګټه اخیستنی سره ټوله قدرت د یو خاص قوم په کنترول کی کړی دی او حتی امنیتی نهادونه قومی کړی دی.
مسعود د خلګو څخه وغوښت ترڅو یوځای سی او حکومت سیاسی برخه کی اصلاحاتو راوستلو باندی مجبوره کړی او اجازه ورنه کړی چی د افغانستان خلګو ملی زعامت یو قبیله ګرا برخه په غاړه ولری.