کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني نوماند وزیرانو ته سخت خبرداری ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1396 ساعت 14:51


افغان ولسمشر محمد اشرف غني نوماند وزیرانو ته د پیسو په بدل کې له ولسي جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو په خاطر سخت خبرداری ورکړ.

ولسمشر غني نن د کابینې په غونډه کې وینا پر مهال له نوماند وزیرانو سره د حکومت د دریځ په اړه خبر ورکړ.

د ارګ ماڼی په وینا « جمهوررئیس غني د کابینه په غونډه کې وویل، چې هر نوماند وزیر چې د ولسي جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره د پیسو معامله وکړي، د نوماندو لیست څخه به لیرې شي.»

تمه کیږي چې د ملي یووالي حکومت په راتلونکو ورځو کې د کابینې نوې نوماند وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت د کابینې یو شمېر وزیران تیر کال د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول.

د دغو وزیرانو د ګوښه کېدو لامولونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانون نه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بلل شوي وه.


د مطلب کود: 151245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151245/ولسمشر-غني-نوماند-وزیرانو-ته-سخت-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com