کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټيلرسن هندي چارواکو سره د افغانستان پر سوله او ثبات غږېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 عقرب 1396 ساعت 14:58


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن به نن له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې وکړي.

ټيلرسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې و او د سې شنبې په ورځ اسلام ته ولاړ.

هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس به هندي چارواکي وهڅوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مرستې زیاتې کړي.

د امریکا ولسمشر د اګسټ په درویشتمه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپل ستراتيژي اعلان کړه او پر هند یې غږ وکړ چې د اقتصادي پروژو او پانګونې له لارې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هند د افغانستان ستراتيژیک شریک دی او د هغه هېواد په سوله کې زیاته مرسته کولای شي.


د مطلب کود: 152004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152004/ټيلرسن-هندي-چارواکو-سره-د-افغانستان-پر-سوله-او-ثبات-غږېږي

آوا
  https://www.avapress.com