د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن به نن له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې وکړي.
ټيلرسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې و او د سې شنبې په ورځ اسلام ته ولاړ.
هغه په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت د نوې ستراتېژۍ پر اساس به هندي چارواکي وهڅوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مرستې زیاتې کړي.
د امریکا ولسمشر د اګسټ په درویشتمه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپل ستراتيژي اعلان کړه او پر هند یې غږ وکړ چې د اقتصادي پروژو او پانګونې له لارې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هند د افغانستان ستراتيژیک شریک دی او د هغه هېواد په سوله کې زیاته مرسته کولای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)