دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 289117
غور ولایت ته د ۱۱ ایټالوي سیلانیانو سفر
په غور ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي د تاریخي اثارو د لیدنې په موخه دغه ولایت ته د ۱۱ ایټالوي سیلانیانو د سفر خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، ۱۱ ایټالوي سیلانیان دغه ولایت ته د تاریخي او ښکلو ځایونو او په ځانګړې توګه د جام د لرغونې منار د لیدو په موخه سفر کړی دی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې یوازې د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ میاشت کې شاوخوا ۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى دى.
https://avapress.com/vdcdfn0x5yt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته