دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 289132
په بدخشان کې د ترافيکي پېښو زیاتوالي
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو په ترڅ کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه پېښې د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د موټرونو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار پژواک ته وويل چې په دې پېښو کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.

دغه راز د دغو ترافيکي پيښو په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ګړندیتوب، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د دې ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
https://avapress.com/vdcaeonuu49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته