افغان غږ خبری آژانس: دغه پېښې د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د موټرونو د ټکر او چپه کېدو له امله رامنځته شوې دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار پژواک ته وويل چې په دې پېښو کې ٢٢ کسان وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.
دغه راز د دغو ترافيکي پيښو په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ګړندیتوب، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی د دې ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.