دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 289145
د "پیمان آیس کریم" شرکت درې کارکوونکي د غلا په جرم ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د "د "پیمان آیس کریم" شرکت درې کارکوونکي د غلا په جرم ونیول ، دغه کارکوونکي د دغه شرکت د ۴۵۰ زره افغانیو د پیسو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې د «پیمان آیس کریم» شرکت دري کارکوونکي د ۴۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیولی دی.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه درې تنه د آیس کریم شرکت کارکوونکي وو او د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې نیول شوي دي.

د قانع په وينا، په نيول شويو کسانو کې يو يې د پخلي او دوو نورو په دغه شرکت کې د ساتونکو په توګه کار کاوه.

د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۵۴۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
https://avapress.com/vdceeo8wnjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته