کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۴ افغانان چې جرمني کې یې عریضې رد شوې کابل ته ورسېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 عقرب 1396 ساعت 16:54


۱۴ افغانان چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې رد شوې، نن سهار کابل ته ورسېدل.

د افغانستان د سرحدي پولیسو ویاند، اجمل فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې په هغوی کې زیات ځوان نارینه وو.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې، دا اووم وار دی چې د رد شویو پناه غوښتونکو افغانانو ډلګۍ له جرمني څخه کابل ته استول کېږي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په مخکنیو شپږو پروازونو کې ۱۱۴ تنه چې اکثر یې ځوان نارینه وو، افغانستان ته استول شوي دي.


د مطلب کود: 152013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152013/۱۴-افغانان-چې-جرمني-کې-یې-عریضې-رد-شوې-کابل-ته-ورسېدل

آوا
  https://www.avapress.com