کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کی د امنیتی دفاعی ځواکونو حالت څخه اندیښني

8 عقرب 1396 ساعت 7:47

د پارلمان یو غړۍ په غزنی کی د طالبانو بریدونو ډیریدو څخه اندیښنه ښودلی دی، په دی ولایت کی امنیتی ځواکونو تهاجمی بریدونو او عملیاتونو غوښتونکی سوی دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، علی اکبر قاسمی، د غزنی خلګو نماینده په پارلمان کی د آوا سره په خبرو کی وویل: د طالبانو بریدونه په دی څو ورځو کی په غزنی کی پراختیا موندلی، شپه او ورځی د امنیتی ځواکونو پوستی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی تر بریدونو لاندی نیسی او امنیتی ځواکونه شهید او ټپی کوی، خو دا ځواکونه تراوسه هم په دفاعی حالت کی دی.

د هغه په وینا، تراوسه په غزنی ولایت کی تهاجمی بریدونو رامنځته کیدو څخه کوم خبر نسته، بیله څو نمایشی او بی لاسته راوړنی عملیاتونه.

په همدی حال کی فهیم امیری، د غزنی پولیسو ویاند هم ټینګار وکړ: امنیتی ځواکونه ترڅو چی د طالبانو تر برید لاندی قرار ونه نیسی، د جنګ او تاوتریخوالو څخه ډډه کوی ترڅو غیری نظامیانو ته کوم زیان ونه رسیږی، خو طالبانو تهاجمی بریدونه په دی آواخرو کی پراختیا موندلی دی.


د مطلب کود: 152228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152228/په-غزنی-کی-د-امنیتی-دفاعی-ځواکونو-حالت-څخه-اندیښني

آوا
  https://www.avapress.com