دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۷
د مطلب کود : 152228
په غزنی کی د امنیتی دفاعی ځواکونو حالت څخه اندیښني
د پارلمان یو غړۍ په غزنی کی د طالبانو بریدونو ډیریدو څخه اندیښنه ښودلی دی، په دی ولایت کی امنیتی ځواکونو تهاجمی بریدونو او عملیاتونو غوښتونکی سوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، علی اکبر قاسمی، د غزنی خلګو نماینده په پارلمان کی د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کی وویل: د طالبانو بریدونه په دی څو ورځو کی په غزنی کی پراختیا موندلی، شپه او ورځی د امنیتی ځواکونو پوستی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی تر بریدونو لاندی نیسی او امنیتی ځواکونه شهید او ټپی کوی، خو دا ځواکونه تراوسه هم په دفاعی حالت کی دی.

د هغه په وینا، تراوسه په غزنی ولایت کی تهاجمی بریدونو رامنځته کیدو څخه کوم خبر نسته، بیله څو نمایشی او بی لاسته راوړنی عملیاتونه.

په همدی حال کی فهیم امیری، د غزنی پولیسو ویاند هم ټینګار وکړ: امنیتی ځواکونه ترڅو چی د طالبانو تر برید لاندی قرار ونه نیسی، د جنګ او تاوتریخوالو څخه ډډه کوی ترڅو غیری نظامیانو ته کوم زیان ونه رسیږی، خو طالبانو تهاجمی بریدونه په دی افغان غږ خبری آژانسخرو کی پراختیا موندلی دی.

https://avapress.com/vdcf00dycw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته