کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعشیانو کورنۍ عراق څخه خپل هیوادونو ته استول کیږی

29 عقرب 1396 ساعت 19:55

عراقی چارواکی ۳۰۰ ښځې او کوچنیان چی د خارجی داعشی کورنیو څخه په موصل کی وو د عراق شمال څخه بغداد ته لیږدوی ترڅو خپل هیوادونو ته واستول سی.


د آوا په ګزارش سره، د فرانس پرس څخه په نقل سره، نورالدین قبلان، د هراق نینولا ولایتی شورا مشر معاون وویل: دا د داعشی کورنیو د لیږد دوهم مرحلو څخه دی او په دوه او یا درو نورو مرحلو کی هم د ۱۲۰۰ څخه ډیر کورنیو لیږد به صورت ونیسی چی خارجی تابعیت لری. عراقی ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کی د جولای په لسمه د درو کالو نښتو وروسته موصل د داعش څخه بیرته ونیول. قبلان وویل: نیول سوی داعشیان د تلکیف په ولسوالی کی نیول سوی ترڅو خپل هیوادونو ته بیرته وګرځی. یو امنیتی سرچینه تایید کړ: د سپتامبر په اواسطو کی دا کورنۍ تلکیف ته ولیږدول سو چی ۵۰۹ تنه یی ښځې او ۸۱۳ تنه یی کوچنیان او ۱۳ تنه یی د اروپا او آسیا او امریکا ملیتونه لری. عراق دولتی سرچینه تصریح کړ: د نیول سویو ښځو څخه ۳۰۰ تنه یی ترکیه تابعیت لری. مخکی ژان ایو لودریان، د فرانسه خارجه چارو وزیر ټینګار وکړ: فرانسوی داعشیان چی بندیان دی په دی هیواد کی به محاکمه سی او نیول سوی کوچنیان هم په بیل توګه تر څیړنی لاندی ونیول سی.


د مطلب کود: 153424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153424/د-داعشیانو-کورنۍ-عراق-څخه-خپل-هیوادونو-ته-استول-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com