د لوګرولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې ۱۱ تنه وسله وال نیول شوي دي.
لوګرولایت کي ۱۱ تنه وسله وال نیول شوي دی
10 قوس 1396 ساعت 0:19
د لوګرولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کې ۱۱ تنه وسله وال نیول شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د دغه ولایت د رسنیو دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، یاد وسله وال بهرني اتباع دي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د لوګر ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه اعلامیه کې ویلی دی، چې یاد کسان چیچنیان دي پرون شپه د یاد ولایت د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له څو میله وسلو نیول شوي دي. سرچینو زیاتیوی، په یاد ډله کې دوه نارینه، ۳ ښځې او ۶ ماشومان دي چې جلالا آباد ښآر د خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو څخه لوګر ولایت ته ورغلي وو. خو تر اوسه د دولت مخالفین په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 154107