کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی د تبیان او افغان غږ خبرګزاری مرکز باندی انتحاری برید په غبرګون کی:

د کابل ننۍ ورځې انتحاری برید، بیان آزادی او افغانستان خلګو مدنی، کلتوری او ټولنیز حقوق باندی برید دی

7 جدی 1396 ساعت 20:06





د افغان غږ(آوا) په ګزارش سره، د حامد کرزی دفتر په یو پیغام کی داسی راغلی دی: حامد کرزی دا برید چی زموږ ځینو هیوادوالو د شهید کیدو او ټپی کیدو لامل سو، آزادی بیان او افغانستان خلګو مدنی، کلتوری او ټولنیز حقوقو باندی برید وبلل او هغه د ټول اسلامی او انسانی موازینو خلاف وباله.
پخوانۍ ولسمشر همدارنګه زیاتوی، ددی خاوری دشمنان باید پوه سی چی هیڅ وخت به د بیری او تاوتریخوالو په واسطه ددی ملت غږ نه سی چپولای او موږ د افغانستان خلګ باید په هوشیاری او پوره درایت او ملی وحدت په ساتلو سره، ددی خاوری دشمنانو سره مقابله وکړو او د هغوی دسیسو په وړاندی ودریږو.
حامد کرزی د خدای تعالی دربار څخهه ددی پيښې شهیدانو ته جنت فردوس، د پاته شونو لپاره یی صبر او د مجروحینو لپاره عاجل شفا غوښتونکې دی.


د مطلب کود: 155532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155532/د-کابل-ننۍ-ورځې-انتحاری-برید-بیان-آزادی-او-افغانستان-خلګو-مدنی-کلتوری-ټولنیز-حقوق-باندی-دی

آوا
  https://www.avapress.com